کورافغانستاند برازيل څلور‌اړخيزې فوټسال سيالۍ؛ افغانستان ګرينلنډ ته ماته ورکړه

د برازيل څلور‌اړخيزې فوټسال سيالۍ؛ افغانستان ګرينلنډ ته ماته ورکړه

افغانستان نيوز۲۴: د برازيل څلور اړخيزو فوټسال سياليو پيل لوبه کې نن جمعه سهار مهال د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ګرينلنډ لوبډلې ته پنځه پر څلور ماته ورکړه.

د افغانستان لپاره اميد قنبري،خداداد ابراهيمي، فرزاد محمودي، او محمد مرادي ګول‌وهنې وکړې.

کوربه برازيل، افغانستان، ايران او ګرينلنډ هغه څلور لوبډلې دي چې دې څلور اړخيزو سياليو کې ګډون لري.

ټاکل شوې چې،افغان لوبډله سبا«شنبه،کب۱۸» سهار ۴بجې له برازيل او له غرمې وروسته به له ايران لوبډلې سره لوبه وکړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې