کورافغانستانضیا الرحمن اکبر: په کام ایئر هوايي شرکت او د هغې په...

ضیا الرحمن اکبر: په کام ایئر هوايي شرکت او د هغې په عملې دې شرم وي!

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ضیا الرحمن اکبر په خپله فېسبوک پاڼه د کام ايير هوايي شرکت کارکونکو څخه ناخوښ دی. هغه په خپله فېسبوک پاڼه ويلي: «په کام ایئر هوايي شرکت او د هغې په عملې دې ش.رم وي.
زه د RQ 959 (د مارچ ۱۰، ۲۰۲۵) الوتنه کې وم، چې له کابل نه مزار او بیا جده ته روانه وه، خو تجربه یې بېخي وحشتناکه وه. لومړی، موږ ۳ ساعته په کابل کې د الوتنې د ځنډ له امله انتظار وکـړ. اوس بیا ۳ ساعته د الوتکې دننه د تیلو اچولو لپاره بند پاتې یو.
تر ټولو بد حالت دا دی چې الوتکه سپرو مشرانو ته د ولاړیدو یا حرکت اجازه نه ورکوي، حال دا چې ډېری یې زړښت یا ناروغي لري. عمله غیر مسلکي، بې ادبه، او له سپرلیو سره، په ځانګړي ډول له مشرانو سره، ناسم چلند کوي. نه مسلکيتوب شته، نه پاملرنه—بس یو بشپړ ناکام خدمت!»
دا ډېر شرموونکی چلند دی، په ځانګړي ډول د مشرانو سره! هوايي شرکتونه باید خپله کارکوونکي سم تربیه کړي او سپرلیو ته لږ تر لږه درناوی وکړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې