
افغانستان نيوز۲۴: د پکتيا امنيتي مسولين وايي، چې امنيتي ځواکونو د دغه ولايت زرمت ولسوالۍ کې له يوه جومات څخه د سولر بېټرۍ غلا په تور يو کس نيولی دی.
امنيتي چارواکي وايي چې له دغه کس سره د مجاهد په نوم يو جعلي هويت کارت هم نيول شوی چې د غلا پر مهال به يې ورڅخه ناوړه ګټه پورته کوله.
د پکتيا امنيه قومندانۍ څخه تېره ورځ «دوشنبه،کب۲۰مه» خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه کس د جنايي جرمونو پر ضد منسوبينو د زرمت ولسوالۍ په سهاک پاټک سيمه کې د غلا پر مهال لاس په لاس نيولی دی.
د نيول شوي کس دوسيه به له لومړنیو څيړنو وروسته عدليې او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د چارواکو په وينا؛ امنیتي ځواکونه چاته اجازه نه ورکوي،چې د ټولنې عامه نظم او امنيت ته ګواښ پيښ کړې، که نه نو له دوی سره به جدې چلند وشي.