کورافغانستانمحمد اشرف غني، د افغانستان ابادلو لپاره باید افغانان لاس په کار...

محمد اشرف غني، د افغانستان ابادلو لپاره باید افغانان لاس په کار شي

افغانستان نيوز۲۴: پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني، له سیاسي مشروعیت پرته د برېښنا د تولید په څېر لویو پروژو پلي کول ناشوني دي. محمد اشرف غني د پراختیايي پروژو په اړه هر ځلې د لویې جرګې وړاندیز کوي او وايي، په دې توګه به ولس خپل فرصتونه او امکانات مخامخ وګوري او عملي ونډه واخلي.

محمد اشرف غني د خپلو پاډکاسټونو په دوام نن د پنجشنبې په ورځ په یوه پاډکاسټ کې وویل، « زه ټینګ په دې باور یم چې افغانان اوس پخپله د برېښنا د تولید په څېر لویو پروژو د پلي کولو مسلکي او مالي وړتیا او له نړۍ سره د همکارۍ ژبه لري، خو دا کارونه بې سیاسي مشروعیته ناشوني دي».

هغه د وچکالۍ صورت کې د ایران د اوبو غوښتنې بې ځایه او بې دلیله وبللې.

اشرف غني زیاته کړه، « په ګډو سیندونو باندې باید څیړنې وشي. له دلیل او منطق پرته بې ځایه نیوکې کیږي، افغانستان د وچکالۍ په صورت کې چې اوبه نه لري، نو څنګه اوبه ور کړي».

هغه ټينګار کړی، چې اوبه موجودې وي او ایران ته خپله کچه اوبه رسیږي افغانستان ترې هرډول استفاده کولای شي او د هر ډول بند جوړولو حق لري.

پخواني ولسمشر غني زياتوي، د نړۍ د روان وضعيت له وجې به په راتلونکو لسو کلونو کې نړيوالې پراختيايي مرستې په بشپړ ډول ختمې شي او سر له اوسه بايد افغانستان له دې وضعيت سره د مقابلې لپاره ځان چمتو کړي: «افغانستان نور د نړۍ د مرستو په تمه نشي پاتې کېدای او یوه ملي اجماع باید رامنځته شي، چې د ۲۰۴۷ کال یا د معاصر افغانستان د ۳۰۰ کلیزې لپاره خپلې موخې په واضح ډول وټاکي او د ترلاسه کولو لپاره يې ګډ کار وکړي.»

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې