
افغانستان نيوز۲۴: مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر نن شنبه د مازيګر لمانځه پر مهال د اورمړ تهاڼې په ميره کچوړي ساحه کې جومات ته د دننه کېدو په وخت کې د چاودنې له امله لومړی ټپي او وروسته یې روغتون کې ساه وکړه.
د پېښور د ليډي ریډنګ روغتون وياند تائيد کړه، چې ديني عالم مفتي محمد منير شاکر د شديدو ټپونو له امله ساه ورکړې.
تر اوسه پر هغه د ننني بريد مسووليت کوم چا او یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.
ديني عالم مفتي منير شاکر څه موده وړاندې په یوه ويډيويي پيغام کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، خپل ځانته د ورپېښو امنيتي خطرونو تشريح کوي.
نوموړی وايي، د ټولو امنيتي خطرونو باوجود يې پاکستاني امنيتي ادارې غږ نه اوري او نوموړی خپل دښمن ته خالي لاس پرېښودل شوی دی.
مفتي منير شاکر پخپل طرز د بيانونو او په پاکستان کې د یوې وسلوالې ډلې د مشرۍ له وجې خاص شهرت درلود.
مفتي منیر شاکر یو پاکستانی دیني عالم و، چې په لومړیو کې په ځانګړي ډول د بلوچستان په سیمه کې مشهور و.
هغه د 2000 مې لسیزې په لومړیو کې د یوې سخت دریځې ډلې، انصار الاسلام، د مشرانو څخه و، چې د بلوچستان په قبايلي سیمو، په ځانګړي ډول د خیبر ایجنسۍ ( خیبر ضلعې) په سیمه کې فعاله وه.
د مالوماتو له مخې، مفتي منیر شاکر د خپلې سختې مذهبي خطبې ورکولو له امله مشهور و، او د خپل سیال مولوي نور محمد سره یې د اختلافاتو له کبله د خیبر ایجنسۍ امنیتي وضعیت خراب کړی و.
وروسته د پاکستان حکومت د هغه پر ضد اقدامات وکړل او هغه یې د خیبر ایجنسۍ څخه وشاړه.
مفتي منیر شاکر ګڼ شمېر پلویان او مخالفان هم درلودل.
د نوموړي پلویانو ښاغلی شاکر یو حق بیانونکی ګڼه او د دوی په باور مفتي منیر شاکر په همدغه لاره کې قرباني هم ورکړه.
مخالفانو یې نوموړی بیا پر اسلام د خلکو د بې باوره کیدو او وېش ته پر لمن وهلو تورنوه.
پر دیني عالم منیر شاکر د نن ورځې برید په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په پلوجستان او پښتنوخوا کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې، چې څه موده وړاندې په یوه ورته برید کې د پاکستان یو مشهور دیني عالم، سیاستوال، او د حقانیه دارالعلوم (اکوړه خټک) مهتمم حامد الحق حقاني په یو برید کې وژل شوی وه.
راپور: شفیق الله مشال