کورنړۍبلوچستان کې په پاکستاني پوځ د شوي برید وروستي جزئيات

بلوچستان کې په پاکستاني پوځ د شوي برید وروستي جزئيات

افغانستان نيوز۲۴: نن سحر د بلوچستان نوشکي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر موټریز کاروان ځانمرګي برید شوی و چې مرګ ژوبلې مختلف ارقام له رسنيو سره شريک شوي دي.

پاکستانی رسنۍ اج نیوز نن په یوه راپور کې ویلي، د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د اېف‌سي ځواکونو پر موټر چاودنه شوې چې پنځه پوځیان په‌کې وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان شوي دي.
سرچینې د چارواکو له قوله لیکلي چې دا یو ځانمرګی برید و.
ورته مهال، د پاکستان بلې رسنۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړي چې نن یکشنبه د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د اېف‌سي ځواکونو د موټرو کاروان ته نږدې چاودنه شوې چې د پاکستان پنځه سرحدي ځواکونه په‌کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
بله خوا بلوچ ازادي غوښتونکو بيا په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې د‌يو بريد په نتيجه کې يې ۹۰ پاکستاني پوځيان وژلي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې