
افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان، د خبریال ملی ورځ ټولو خبریالانو او د رسنیو فعالانو ته مبارکي ویلې ده.
یاد سازمان د رسنیزو محدودیتونو له زیاتوالي اندیښنه ښودلې او ټینگار یې کړی چې د خبریالانو د حقوقو ساتنه، د هغوی د امنیت تامین، د معلوماتو ته د لاسرسي ازادي، او د خپلواکو رسنیو ملاتړ باید تضمین شي.
همداراز، له نړیوالو بنسټونو غوښتنه شوې چې د افغانستان له خبریالانو، په ځانګړي ډول له ښځینه خبریالانو، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، جدي ملاتړ وکړي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان ټینګار کړی چې د بیان د ازادۍ د دفاع او د رسنیزو فعالیتونو لپاره د امن شرایطو د برابرولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.