
افغانستان نيوز۲۴: د طالبانو بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، امير خان متقي نن په کابل کې د بنديانو په چارو کې د ټرمپ ځانگړي استازي او ورسره د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانگړي استازي زلمي خليلزاد او ورسره پلاوي سره کتلي دي.
اعلاميه کې يادونه شوې، په دې ناسته کې د افغانستان او امریکا پر دوه اړخيزو اړيکو، د بنديانو په خلاصون او په امريکا کې افغانانو ته د کونسلي خدمتونو وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.
امير خان متقي کابل ته د ياد امريکايي پلاوي سفر د دوه اړخيزه اړيکو پياوړتيا لپاره ښه پرمختگ بللی دی.
د طالبانو بهرنيو چارو وزير ويلي، نظام يې د خپل متوازن بهرني سياست په رڼا کې ټولو لوريو سره مثبتې اړيکې غواړي: «دا مهمه ده چې افغانستان او امریکا پر دې وتوانېږي چې مسئلې د خبرو له لارې حل کړي. پکار ده چې دواړه هېوادونه د شل کلنې جگړې له اغېزو راووځي او يو بل سره سياسي او اقتصادي مثبتې اړيکې ولري.»
د بنديانو په چارو کې د امريکا د ولسمشر ځانگړي استازي اډم بوايلر له قوله ويل شوي، د طالبانو او امريکا ترمنځ د بنديانو په برخه کې پرمختگ د باور جوړونې پر لور ښه گام دی: «په افغانستان کې د مخدره موادو پر خلاف او د امنيت د ټينگښت پر لور اقدامات د ستاينې وړ دي. خبرې بايد دوام وکړي او اړيکې بايد د خبرو له لارې تقويه شي.»
