کورافغانستانحنيف پشتين: د امريکا ټول کرايه شوي خلک په يوه وخت ټول...

حنيف پشتين: د امريکا ټول کرايه شوي خلک په يوه وخت ټول د پي ټي ايم په خلاف په يوه سټېج ولاړ دي

افغانستان نيوز۲۴: د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړی حنيف پشتين په ننګرهار ولايت کې د نارنج ګل دودیزه مشاعرې يوه ورځ وروسته د پشتين په نوم يوه شاعر څرګندونو ته په خپل فسبوک ليکلي: « هغوی چې تر ننه د GHQ څخه تغذيه کيږي او له خبرو مخکې او وروسته له دوی سره مشوره کوي او د پاکستان تر ټولو خوندي ځايونو کې کورونه او کاروبارونه لري،هغه هم نن منظور پښتين ردوي او له حقيقته لرې ادعاوې کوي.»

پستين شينواري پرون ورځ د خپل شعر يوه برخه کې منظور پشتين د پاکستان حکومت شخص ياد کړ.

حنيف پشتين په خپل فېسبوک زياته کړې « په ميدان ټول ولس زموږ او د نورو کردار ګوري،دوی پوهيږي چې حقيقت څه دي.»

حنیف پشتين د خپلو خبرو په دوام ليکلي: «دوی په ډېرې سپين سترګۍ سره په لوی کور افغانستان کې هغه خلک ځوروي او بندي کوي چې د پي ټي ايم سره په خواخوږي لري او له بل لوري ته په پراخه کچه دا دوی تبليغاتي دستګاه په منظم شکل د پي ټي ايم پر ضد بېلابېل تبليغات کوي،په مشاعرو کې د يوه ځانګړي پلان په بنياد شاعران را غواړي او پي ټي ايم په ښک.نځي.

له تېرو اوو کالونو راهيسې موږ دا ډول منفي پرپاګنډا پر ضد په ډېر منظم ډول ودريدلو د GHQ ټولې پاليسۍ له ماتي سره مخ دي او که نورې هم کومې لارې لري هغه دې هم وازمايي»

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې