افغانستان نيوز۲۴: د افغاني سرې مياشتې ټولنې مسوولين وايي، د تېرو ۳۰ ورځو پرمهال يې د لوګر بېلابېلو سيمو کې ۱۱۸۰۵ کسانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي.
دغې ادارې نن«دوشنبه،وري،۱۸مه» پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي، ياد ولايت کې يې ۴۶۷۶کسان معاينه کړې او اړين درمل يې ورکړي دي.
همداراز يې ۴۵۸۱ کسانو ته د صحت ساتنې برخه کې مهمې مشورې،۱۳۸۶ ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند توکي،۲۶۹مېرمنو ته د امېندوارۍ او ۱۵۹ نورو هغو ته د کورني تنظيم د چمتوالي برخه کې لازمي مشورې ورکړې دي.
له دې وړاندې افغاني سرې مياشتې ټولنې تېرې يوې مياشتې پر مهال کونړ کې هم ۵۲۰۰ ناروغانو ته روغتيايي خدمت وړاندې کړي وو.
د ويلو ده، چې دغې ادارې پرون «يکشنبه،وري۱۷مه» پروان کې د وروستيو اورښتونو له امله زيانمنو شویو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه.