
افغانستان نيوز۲۴: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په خواشينۍ، چې «له افغان کډوالو سره زور زیاتی کېږي، د هغوی شتمني لوټل کیږي او د کورونو اسباب ترېنه ایسارېږي، چې دا د هر ډول اسلامي او انساني اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.»
افغان طll_بان د پاکستان او ایران څخه غواړو، چې له کډوالو سره په چلند کې ښه ګاونډيتوب، اسلامي او انساني ارزښتونه او نړیوال قوانین رعایت کړي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په پاکستان کې افغان کډوال له کورونو، هټیو او بازارونو څخه په غیر قانوني ډول نیول کېږي او زندانونو ته له وړلو وروسته جبري ایستل کېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا وزارت د پاکستان له اسلامي جمهوریت څخه توقع لري، چې د افغان کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلند پای ته ورسوي او کډوال دې د خپلو سیاسي موخو لپاره د ابزارو په توګه نهکاروي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې زياته شوې؛ ټولو کډوالو ته دې اجازه ورکړ شي، چې خپله شتمني، مالونه او د کور اسباب له ځانه سره خپل هېواد ته را ولېږدوي.
ياد وزارت له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي او له هغوی سره دې په افغانستان کې بېړنۍ مرستې ترسره کړي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ باید اجازه ور نه کړ شي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو پر مهال هغوی له ظلم، جبر او تاوتریخوالي سره مخ شي.
همدارنګه «له افغان شتمنو او پانګوالو هم هیله شوې، چې د پخوا په څېر یو ځل بیا د خپل اسلامي او انساني احساس او ورورګلوۍ له مخې له افغان کډوالو سره مرستې وکړي؛ عام افغانان دې، پر ورین تندي د خپلو کډوالو وروڼو او خویندو هرکلی وکړي او هر څه، چې په واک او وس کې لري، له هغو دې نه سپموي.»
