کورافغانستانافغانستان ته راستانه شوي کډوال له سخت بشري ناورین سره مخ دي

افغانستان ته راستانه شوي کډوال له سخت بشري ناورین سره مخ دي

افغانستان نيوز۲۴: د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي چې له پاکستان څخه راستانه شوي افغان کډوال د روغتیایي خدماتو نشتوالي، د سرپناه کمښت او لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي.

د اسیا او اوقیانوسیې لپاره د دې کمېټې مشر الکساندر متیو، نن دوشنبه د اپریل په ۱۴ مه نېټه په خپله اېکس پاڼه کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د یوې لویې بشري فاجعې د رامنځته کېدو خطر زیات شوی دی.

متیو له پاکستان څخه راستانه شویو کډوالو په اړه يادونه کړې چې په پراخه کچه د افغان کډوالو د ستنېدو له امله د افغانستان پر پولو یو نوی بحراني حالت رامنځته شوی دی.

نوموړي څرګنده کړې چې د سره صلیب نړیواله کميټه هڅه کوي له افغان سرې میاشتې سره اوږدمهاله همکاري وکړي، ترڅو د بېرته راستانه شوو کډوالو لپاره د مرستې زمینه برابره کړي.

بله خوا نن د‌ کابل خيرخانې سيمې له هغه کمپ څخه چې د افغان طالبانو له خوا هغو افغانانو لپاره جوړ شوی چې د پاکستان هېواد څخه په همدې څو ورځو کې افغانستان ته ستانه شوي يو شمېر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان نيوز۲۴ ته ويلي، دوی دلته د ډول ډول ستونزو سره مخ دي چې د ستونزو له جملی يې د صحي نه خواړو موجودیت، د تشنابونو نشتون او سرپناه يا خیمو کموالی هغه څه دي چې د ياد کمپ استوګن ورسره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په تېرو څوورځو کې په لسګونه زره کډوال افغانستان ته را شړلي دي او دا لړۍ اوس هم په شدت روانه ده.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې