کورافغانستانکرزی: افغان کډوالو سره ناوړه چلند د انسانیت ضد عمل دی

کرزی: افغان کډوالو سره ناوړه چلند د انسانیت ضد عمل دی

افغانستان نيوز۲۴: د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستنې او د هغوی سره د ناوړه چلند پر وړاندې ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي، چې راپورونه ښيي له کډوالو سره نه یوازې سپکاوی کېږي، بلکې شتمنۍ یې هم ترې اخیستل کېږي.

کرزي له پاکستانه وغوښتل چې د ښه ګاونډیتوب، بشري حقونو او نړیوالو اصولو پر بنسټ له افغان کډوالو سره انساني چلند وکړي.

هغه همداراز له نړیوالو مرستندویو بنسټونو، ملي پانګوالو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې له بیرته ستنو شویو افغانانو سره هر اړخیز ملاتړ وکړي.

پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د مهاجرت اساسي لاملونه، په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو بندیزونه، له منځه ولاړ شي. ترڅو خلک اړ نه شي خپل وطن پرېږدي او مهاجر شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې