کورنړۍمحمود خان اڅکزی: که له  افغانانو سره ظلم ونه درېږي، غچ به‌...

محمود خان اڅکزی: که له  افغانانو سره ظلم ونه درېږي، غچ به‌ یې پاکستان ته ډېر سخت تمام شي!

افغانستان نيوز۲۴

افغانستان نيوز۲۴: د پښتون خوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان ولسمشرۍ ته ولاړ کانديد محمود خان اڅکزي په خپل وروستي خبري کانفرنس کې ويلي: په پنجاب او سند ولایتونو کې له افغان اتباعو سره روان غیر انساني، توهین‌ او سپکاوی ډک چلند د زغملو وړ نه دی.

هغه يادونه کړې چې دا هغه افغانان دي چې تاسې خپله دلته راوستل، د اسلام د مجاهدینو لقب مو ورکړ، او حتی د لومړي وزير په دفتر کې مو هره اونۍ د ګلبدین حکمتیار په ګډون ځانګړي ترتیبات ورته نیول.

نن که د دوی د جایدادونو غصب او د پانګونو په اړه ناسمه طمعه لری، نو دا دې هم در یاد وي چې دغو افغانانو دلته میلیاردونه روپۍ پانګونه کړې.

دا خلک یواځې کډوال نه، بلکې د اقتصاد برخه‌وال دي.

د دې لکونو افغانانو د برخلیک په تړاو دې د پاکستان حکومت، UNHCR او د افغانستان اسلامي حکومت ګډې ناستې وکړي، او یوه عادلانه، انساني حل لاره دې ورته پیدا کړي.

اڅکزي د خپلو خبرو په دوام زياته کړې، افغان ولس هغه ملت دی چې نه ناورین هېروي، نه احسان. که عزت ورته ولري شي، وفاداري يې د تاریخ برخه کېږي، او که سپکاوی وشي، نو چوپ نه پاتې کېږي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې يادونه کړې چې نوموړی دا ناروا چلند په کلکه غندي. او زیاتوي چې یاد ظلم او ناروا څخه به نړیوالې محکمې ته شکایت وشي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې