
افغانستان نيوز۲۴: د ملګروملتونو دسرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونبايوا او ورسره مل پلاويو د پکتيا مرستيال والي انعام الله صلاح الدين سره کتنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبرې اېستلو له امله د دغه هېواد دا چاره غندلې.
د پکتيا رسنيز دفتر خبرپاڼه کې راغلي،اتونبايوا تېره ورځ «سهشنبه،وري۲۶مه» د دغه ولایت مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين سره ليدنه کې په کډوالو، امنيتي،سوداګريزو،زراعت او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.
اتونبايوا ويلې:« موږ د پاکستان هېواد هغه کړنه غندو،چې د ټولو اصولو خلاف افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته لېږدوي.»
نوموړې دې ليدنه کې ژمنه کړې چې د کوچنيو سوداګريو پياوړتيا، پوهنې، زراعت، او کډوالو ته د اسانتياوو برابرولو برخو کې به نړيوالې مرستې راټولې او لا هڅې ډېرې کړي.
اتونبايوا د پکتيا له امنيتې وضعيته خوښي څرګنده کړې او وېلي يې دي چې ټول هېواد کې په اقتصادي ودې،مخدره توکو د مخنیوي ،سوداګرۍ پياوړتيا او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي.
بل لور ته د پکتيا مرستيال والي شیخ انعام الله صلاحالدين ويلي، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.
هغه له يوناما هم غوښتې څو نړيوالو ته قناعت ورکړي چې افغانستان اوس د امن،ثبات،پرمختګ او د ښه راتلونکي پر لور روان دی.
انعام الله صلاح الدين ويلي، د افغانانو سره د ښه تعامل له لارې بېلابېلو برخو کې مرستې عملي او اغېزناکې مرستې وشي،څو وکړی شي هیواد او نظام پياوړی کړي.
يوناما تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ننګرهار سيمهييزو چارواکو ويلي،چې له تېرو شاوخوا ۱۱ورځو را په دیخوا له پاکستانه ۷زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.