
افغانستان نيوز۲۴: د طl_lباتو صنعت او سوداګرۍ وزیر نورال.دین عزیزي، چې د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی اسلاماباد کې له یو شمېر افغان سوداګرو او کډوالو سره کتلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې عزیزي په دې کتنه کې د سلامي امl_رت له لوري د افغان کډوالو پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په خپله خوښه د افغان کډوالو راستنولو او هغوی ته د ژوند د اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره اړین اقدامات شوي دي.
عزیزي زیاته کړې، چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د مناسبو حل لارو موندلو لپاره دوه اړخیزو خبرو ته اړتیا ده او ټینګار یې کړی، چې کډوال باید د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ د معیارونو په اساس د امن او عزت په فضا کې بېرته خپلو هېوادونو ته راستانه شي.
