کورافغانستانافغان ابداليانو ايرلېنډ ته په ۷وېکټو ماته ورکړه

افغان ابداليانو ايرلېنډ ته په ۷وېکټو ماته ورکړه

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د درې اړخيزې پنځوس اوره لوبلړۍ په خپله دويمه لوبه کې ايرلېنډ الف لوبډلې ته د اوو وېکټو په توپير ماته ورکړه.

دغه سيالي نن «پنجشنبه،وري۲۸مه» د متحده عربي اماراتو په زيد کرېکټ لوبغالي کې وشوه.دې لوبه کې ايرلېنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۰۴ منډو هدف ټاکلی وو چې افغان ابداليانو د درېيو لوبغاړو په سوځېدو لاسته راوړ.

افغان لوبډلې ته په توپ‌وهنه کې ډېرې منډې زبيد اکبري ۷۶ او توپ‌اچونه کې قيس احمد درې وېکټې ترلاسه کړې چې پرمټ يې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو‌.

ابداليانو دې لوبلړۍ کې خپله لومړی لوبه سريلانکا ته بايللې وه.

د افغان لوبډلې راتلونکې سيالي بيا يو ځل بيا له ايرلېنډ سره وي او وروسته به بيا له سریلانکا سره لوبه کوي.

د ويلو ده چې دغه درې اړخيزه لوبلړۍ د افغانستان په کوربه‌توب د ابداليانو، ايرلينډ الف او سريلانکا الف لوبډلو ترمنځ متحده عربي اماراتو کې روانه ده.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې