
افغانستان نيوز۲۴: د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وايي، د کنړ د کلیو بیارغونې او پراختیا رياست لخوا د دغه ولايت منورې ولسوالي کې په ۸,۳ ميليونه افغانيو د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ياد وزارت نن «شنبه،وري۳۰مه»پر خپلې اېکس پاڼې ليکلي، د اوبو دغه شبکې د يادې ولسوالي په لاهورډاګ او دړېدم کليو کې جوړې شوې دي چې د يادو کليو۴۷۰ کورنۍ ترې د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې دي.
د اوبو دغو دوو شبکو کې د ۱۲۰ مترو ژوروالي څاه کيندنه، ۱۰۰ مترمکعب دوه ذخېرې جوړول، د ۸۵۸۲ مترو په اوږدوالي د اوبو پيپ هځول، ۱۸۰ شيردانونه او ۴۰ د لمريزې برېښنا تختو نښلول شامل دي.
د يادو شبکو د جوړولو پرمهال لسګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.