کورافغانستانعبدالکبير: طالبان له پاکستانه د افغان کډوالو په عزت راستنېدو لپاره هڅو...

عبدالکبير: طالبان له پاکستانه د افغان کډوالو په عزت راستنېدو لپاره هڅو ته دوام ورکوي

افغانستان نيوز۲۴: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير د صنعت او سوداګرۍ له وزير نورالدين عزيزي سره کتنه کې پاکستان ته د عزيزي په مشري پلاوي سفر مهم ياد کړ او ويلي دي چې طالبان د افغان کډوالو په عزت راستنېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

عبدالکبير په خپلو خبرو کې زياته کړې، له پاکستانه‌ راغليو کډوالو ته په کور دننه اړينې اسانتياوې برابرې شوي دي.

ياد وزارت تېره ورځ «شنبه،وري۳۰مه» پر اېکس پاڼې ليکلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معين کليم الرحمان فاني هم دې کتنه کې ويلي « پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه ځينې اقدامات پیل کړي او تمه ده چې کړې ژمنې ژر عملي کړي.»

د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير همدا راز زياته کړې چې طالبان له ګاونډيو هېوادونو سره مثبې اړيکې غواړي او د خبرو له لارې د مسايلو حل ته لومړيتوب ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ياد وزارت مالي او اداري مرستيال کليم الرحمان فاني د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي په مشري يوه پلاوې سره اسلام آباد ته تللي وو او هلته يې د کډوالو ترڅنګ په ګڼو نورو موضوعاتو خبرې اترې کړې وې.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې