
افغانستان نيوز۲۴: نن د طl_lبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنيو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ټلیفوني خبرې وکړې.
د طالبانو بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې يادونه کړې چې په دې ټلیفوني مکالمه کې محمد اسحاق ډار کابل ته د سفر په جریان کي د ښې میلمه پالني له امله مننه وکړه او ټينگار يې وکړ چې کابل کې د شوو ژمنو د پلي کېدو لپاره به هڅې کوي او په ځانگړي ډول د مهاجرینو د ستونزو په حل کولو او شکایتونو د اوریدلو لپاره به جدي اقدامات کوي.
اعلاميې کې زياته شوې ده په دې مکالمه کې محمد اسحاق ډار د پاکستان د کورنيو چارو وزارت لخوا د کنترولخونې د ايجاد او مهاجرينو د شکايتونو د اورېدو په موخه د مرستې د تلیفوني شمېرو د خپرولو خبر هم ورکړ.
مولوي امیرخان متقي هم کابل ته د خپل پاکستاني سيال سفر د ستونزو دحل په لور یو مثبت ګام وباله او د شوو پرېکړو د پلي کولو، په ځانگړي توگه هېواد ته د راستنېدونکو افغان مهاجرينو ستونزو ته د رسېدو په موخه په مرکزي کچه د کنترولخونې او د مرستې د اړيکشمېرو د فعالولو اقدامات وستایل.
