کورنړۍهند ټولو پاکستاني وګړو ته ۴۸ ساعته ورکړ چې د دغه هیواد...

هند ټولو پاکستاني وګړو ته ۴۸ ساعته ورکړ چې د دغه هیواد څخه ووځي

افغانستان نيوز۲۴: هند بهرنيو چارو وزارت په يوه خبري کانفرنس کې د ټولو پاکستاني وګړو ته چې په دغه هېواد کې اوسېږي، ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې د ياد هېواد څخه ووځي‌.

هند بهرنیو چارو وزارت همدا ډول يادونه کړې چې د سارک ډوله وېزه لرونکو څخه بغير بل پاکستاني وکړي هند ته نه شي داخیلدلی‌
هند ورته ډول ويلي چې د خپل هر وکړي پوښتنه به په هر ډول شرائطو کې کوي.
همداراز، چارواکو ویلي چې له پاکستان سره د واګه او اټاري پوله تر دویم امره تړل شوې ده. د دې تر څنګ، په اسلام‌اباد کې د هند د سفارت کارکوونکو شمېر هم راکم شوی دی.

یادې پرېکړې وروسته له هغه وشوې چې وړمه ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ۲۷ تنه سیلانیان د یوه وسله‌وال برید په ترڅ کې ووژل شول.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې