
افغانستان نيوز۲۴: د بشري حقونو فعاله او د پاکستان استازو جرګې پخوانۍ غړې بشرا ګوهر د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او پر هغه یې په ضمني ډول تور پورې کړی چې ګواکي د اسامه بن لادن د پاکستان په خاوره کې د شتون مسؤل دی.
بشرا ګوهر په X (پخواني ټویټر) کې لیکلي: “جوجا صاحب، تاسو د دفاع وزیر یاست. موږ ته ووایاست چې اسامه بن لادن چا دلته راوست او پناه یې ورکړه؟”
هغې همدا ډول د امریکا له خوا په سیمه کې د ترهګرۍ ضد پروژو کې د پاکستان د ګډون او لاسلیک شوي تړونونو په اړه هم پوښتنې راپورته کړي، او ویلي یې دي: “ایا حکومت به د حقیقت موندنې کمیسیون جوړ کړي؟”
د یادونې وړ ده چې خواجه آصف پخوا ویلي وو چې اسامه بن لادن ته پناه ورکول د امریکا او روسیې ترمنځ د سیالۍ یوه پایله وه، او دا چې هغه د “جهاد” تر نوم لاندې پاکستان ته راوستل شوی و.
