کورافغانستانپکتيا کې تېره اوونۍ ۱۲ ټرافيکي پېښې شوي

پکتيا کې تېره اوونۍ ۱۲ ټرافيکي پېښې شوي

افغانستان نيوز۲۴: د پکتيا امنيتي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د تېرې يوې اوونۍ پرمهال ۱۲ټرافيکي پېښو کې شاوخوا ۱۴ کسان ټپيان شوي.

د امنيه قومنداني څخه نن «شنبه،غويي،۶مه» خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مرکز ګردېز،ځاځي آريوب ، ميرزکه، احمد خېل او زرمت هغه ولسوالۍ دي چې تېره اوونۍ پکې ټرافيکي پېښي شوي.

د‌‌ دغو پېښو ټپيان د امنيتي ځواکونو په مرسته روغتيايي مرکزونو ته وړل شوي.

ورته مهال د پکتيا ټرافيکو مديريت مسوولان له موټر چلوونکو غواړي څو د موټر چلونې پرمهال له احتیاطه کار واخلي.

د سړکونو خراب والی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ او بې‌غوري په دې وروستيو کې د ټرافیکي پېښو لاملونه ګڼل کېږي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې