کورنړۍبلاول بهټو هند ته؛ که اوبه بندې کړی بيا به ستاسې وينې...

بلاول بهټو هند ته؛ که اوبه بندې کړی بيا به ستاسې وينې په دې سيند کې بهېږي

Facebook

افغانستان نيوز۲۴: د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د هند ‌له‌خوا د سیند د اوبو تړون د لغوه کولو پر ضد توند غبرګون ښودلی او په ټینګار سره یې ویلي، چې د سند اوبه د پاکستان حق دی او هېڅکله ترې نه تېرېږي.

بلاول د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې هند د سند د زرګونو کلونو د تمدن وارث دی

نوموړي هند ته توند خبرداری ورکړی او ويلي یې دي:«د سند اوبه د پاکستان حق دی، یا به همدا اوبه او یا به ستاسې وینه په دې سیند کې بهېږي».

بلاول دغه راز زیاته کړه، چې د پاکستان ولس او نړۍواله ټولنه به د هند د جنګي استفزازونو او د سیند د اوبو د مسیر د بدلولو هڅې ونه زغمي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې