
افغانستان نيوز۲۴: د کابل دهسبز ولسوالي باروړونکي ترمينل کې د باروړونکو موټرو د تخنیکي ارزونې لړۍ پیل شوه.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن« يکشنبه،غويي۷مه» پر خپلې اېکس پاڼي ليکلي، دې پروسه کې د لويو موټرو ټايرونه،څراغونه،ښيښې او نورو اړخونه ارزول کېږي.
دغه وزارت زياته کړې، هڅه کوي باروړونکي موټر د د ټرانسپورټي اصولو او معيارونو سره سم برابر کړي.
د ټرانسپورټي او هوايي چلند وزارت وړاندې ويلي، دغې چارې سره به لوی موټر په تخنيکي معيارونو برابر او د ټرافيکو پېښو مخنيوی وشي.
له دې وړاندې هم مسافر وړونکو ترمينلو کې د لويو موټرو تخنيکي ارزونه شوې وه،چې پايله يې مثبته ښودل شوې.
