
افغانستان نيوز۲۴: د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده، د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد خلفان او مل پلاوي سره غونډه وکړه.
په دې ناسته کې د ریلوې پروژو د تطبیق، پراختیا او دوه اړخیزو همکاریو پر موضوعاتو بحث وشو.
مرستیال صاحبزاده وویل چې افغانستان د اوسپنې پټلۍ پانګونې ته چمتو دی او دا برخه بهرنیو پانګهوالو ته ښه فرصتونه لري.
د اماراتو استازي ډاډ ورکړ چې هېواد یې چمتو دی د ریلوې په برخه کې پانګونه وکړي او عرب سوداګر دې برخې ته راوبولي.
د یادولو ده چې یاده ناسته کې دواړو خواوو د اقتصادي او تجارتي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
