
افغانستان نيوز۲۴: رويټرز خبري اژانس د امريکا د ولسمشر مرستيال جي ډي ونس له قوله ليکلي، نوموړي له هند او پاکستان غوښتي، چې تاوتريخوالی کم کړي، خو په ورته مهال وايي، واشنګټن نشي کولی د اټومي وسلو لرونکي دغه دوه هېوادونه کنټرول کړي او د دواړو هېوادونو «پاکستان او هند» جګړه په امريکا پورې اړه نلري.
نوموړي ويلي: «موږ غواړو چې ژر تر ژره دغه موضوع پاې ته ورسېږي، خو نشو کولای دواړه هېوادونه کنټرول کړو.»
جي ډي ونس د هنديانو زوم دی او په څلور ورځني سفر په هند کې و، چې د کشمير د پهلګام پېښه رامنځته شوه.
نوموړي ويلي، د دواړو هېوادونو تر منځ بايد اټومي جګړه ونشي، ځکه ډېر زيان به واړوي.
