
افغانستان نيوز۲۴: د طالبانو کورنيو چارؤ وزارت په نیمروز او سمنګان ولايتونو کې د يو شمېر وسلو او مهماتو نيولو خبر ورکړی دی.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت رسنيو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ويلي: نیمروز او سمنګان کې وسلې او مهمات کشف او ونیول شوې ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د پلټونکو عملیاتو په مهال د نیمروز او سمنګان ولایتونو په مربوطاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات چې ناقانونه ساتل کېدې موندلي او په تړاو یې یو تن نیولی دی.
