کورافغانستانله ایران څخه تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱زره افغانان هېواد ته راستانه...

له ایران څخه تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

افغانستان نيوز۲۴: د هرات ولایت ځايي مسولين وايي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۳۱زره افغانان له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېسیون مسولين همدا ډول يادونه کړې چې د هرات اسلام‌کلا بندر له لارې تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران څخه ۳۱زره او ۳۰۳ افغانان بېرته راستانه شوي دي.

د هرات ولايت مقام رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې ښ‏تېره ورځ هم د معمول له مخې، له ۳۱ زرو زیات مهاجرین د اسلام‌قلعه له لارې هرات ته داخل شوي، او له هغوی سره د اسلامي امارت له‌خوا له ۲۹ میلیونو افغانیو زیاته نغده مرسته شوې ده

د ایران او اسراییلو ترمنځ له جګړې راپدېخوا له ایران څخه افغانستان ته د افغانان د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی او په اوسط ډول هره ورځ له یاد هېواد څخه ۳۰زره افغانان هېواد ته راستنېږي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې