
افغانستان نیوز۲۴: د افغانستان څخه د باندې درې سياسي ډلو ( د افغانستان ملي مقاومت جبهې، د افغانستان د نجات ملي مجمع او د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت ) په خپل منځ کې د يوځای والي وروسته له افغانستان اسلامي امارت څخه وغوښتل چې بین الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي او دا تاريخي فرصت ضايع نه کړي.
پورته درې يادو شوو سياسي ډلو په خپره شوې اعلامیه کې ويلي: «همدارنګه مو له ګاونډیو او سیمیزو هېوادونو، نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ (کال ۲۰۲۳) پرېکړه لیک او د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د پایلو پر بنسټ د دې سیاسي بهیر او بینالافغاني خبرو ملاتړ وکړي او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.»
يادو درې سياسي ډلو ويلي چې دا يوځای والي «کوم سياسي تشکیلاتي ائتلاف نه دی؛ بلکې د سترو ملي هدفونو یوځای کېدل او د ملي همکاریو پر لور یو مهم ګام دی.»
