کورافغانستانکابل کې د لومړي ځل لپاره د 5G خدماتو ازمایښتي پیل

کابل کې د لومړي ځل لپاره د 5G خدماتو ازمایښتي پیل

افغانستان نيوز۲۴: کابل – د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان کړی چې په پلازمېنه کابل کې د لومړي ځل لپاره د پنځم نسل (5G) انټرنېټ خدمات په ازمایښتي ډول پیل شوي دي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، دا پرمختګ د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري عملي شوی، چې په کابل ښار کې یې د ۷۴ انتنونو ظرفیت 5G ته لوړ کړی دی. چارواکي وایي، له ازمایښتي پړاو او د زیربناوو له بشپړېدو وروسته به دا خدمات د هېواد نورو برخو ته هم وغځول شي.

د مخابراتو او معدالوماتي ټکنالوژۍ وزیر، حمدالله نعماني، د افغان بیسیم شرکت له مسؤلینو سره په لیدنه کې د مخابراتي پوښښ پر پراختیا، لرو پرتو سیمو ته د خدماتو پر رسولو او د کیفیت پر لوړولو ټینګار کړی دی.

په همدې ناسته کې د افغان بیسیم رییس، علي الله سروري، د خپل شرکت د فعالیتونو راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۶م کال له پیل راهیسې یې ۴۶ مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي، او ۱۸۶ نور سایټونه تر کار لاندې دي.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي زیربناوو د پراختیا لپاره کار روان دی، چې له ډلې یې د څو نوو سایټونو چارې بشپړې شوي او ځینې نور د بشپړېدو په حال کې دي.

د چارواکو په وینا، مخابرات د اوسني عصر له مهمو بنسټیزو سکتورونو څخه دی، او حکومت هڅه کوي چې د پرمختللې ټکنالوژۍ په کارولو سره هېوادوالو ته باکیفیته خدمات وړاندې کړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې