کورافغانستاند ا.ا کورنیو چارو وزارت له لوري پولیسو ته نوي وسایط وسپارل...

د ا.ا کورنیو چارو وزارت له لوري پولیسو ته نوي وسایط وسپارل شول

افغانستان نیوز۲۴: د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په لړ کې، نن په کابل کې ۲۰۰۰ عرادې امني پولیسو، ۱۰۰ عرادې د کابل امنیه قوماندانۍ پولیسو، ۵۰ عرادې اطفائیه او ۱۵۰ عرادې ترافیک پولیسو ته نوي رنګه او غوره شوي موټرسایکلونه او یو شمېر چټک وسایط  ووېشل شول.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

مسؤولینو وویل، له دې وروسته به د پولیسو د هر ارګان وسایط ځانګړی او مشخص رنګ ولري، چې د همدې تګلارې له مخې به پخواني وسایط هم په ټاکلو رنګونو رنګ شي، څو د پولیسو اړوند بېلابېل ارګانونه په اسانه وپېژندل شي.

ویناوالو د امنیتي ځواکونو پر معیاري تجهیز ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دغو موټرسایکلونو وېش به د امنیتي او خدماتي چارو په چټکتیا، د ښاریانو ستونزو ته پر وخت رسېدنې او د پولیسو د کاري وړتیا په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې