کورافغانستاناروپا پارلمان مرستیال: ډیورنډ کرښه تاریخي تېروتنه ده

اروپا پارلمان مرستیال: ډیورنډ کرښه تاریخي تېروتنه ده

اروپا پارلمان پخواني مرستیال ریشارډ چارنېڅکي وایي، ډیورنډ کرښه یوه تاریخي تېروتنه ده او وخت رارسېدلی چې دغه لانجمنه کرښه له سره وارزول شي.

افغانستان نیوز۲۴: د اروپا پارلمان پخواني مرستیال، ریشارډ چارنېڅکي، د ډیورنډ کرښه یوه تاریخي تېروتنه بللې او ویلي یې دي چې وخت رارسېدلی څو دغه لانجمنه کرښه له سره وارزول شي.

چارنېڅکي په ۲۰۱۷ کال کې په یوې مقالې کې لیکلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورنډ کرښه د سیمې د اوږدمهالې بې‌ثباتۍ له مهمو عواملو څخه ده. هغه ټینګار کړی و چې نړیواله ټولنه باید د دې تاریخي مسئلې د حل لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي.

نوموړي ویلي وو:

«وخت رارسېدلی چې سختې پرېکړې وشي او د ډیورنډ کرښې په نوم تاریخي تېروتنه اصلاح شي.»

هغه زیاته کړې وه چې د دې موضوع حل کول کولی شي په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې