
افغانستان نیوز۲۴: د اروپا پارلمان پخواني مرستیال، ریشارډ چارنېڅکي، د ډیورنډ کرښه یوه تاریخي تېروتنه بللې او ویلي یې دي چې وخت رارسېدلی څو دغه لانجمنه کرښه له سره وارزول شي.
چارنېڅکي په ۲۰۱۷ کال کې په یوې مقالې کې لیکلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورنډ کرښه د سیمې د اوږدمهالې بېثباتۍ له مهمو عواملو څخه ده. هغه ټینګار کړی و چې نړیواله ټولنه باید د دې تاریخي مسئلې د حل لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي.
نوموړي ویلي وو:
«وخت رارسېدلی چې سختې پرېکړې وشي او د ډیورنډ کرښې په نوم تاریخي تېروتنه اصلاح شي.»
هغه زیاته کړې وه چې د دې موضوع حل کول کولی شي په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره زمینه برابره کړي.
