
افغانستان نیوز۲۴: د “Republic of Balochistan” په نوم یوې بلوڅ بېلتون پالې ادارې په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي او هغه یې د ملکي وګړو پر ضد بریدونه بللي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې یادې ادارې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، د ژر روغتیا هیله یې کړې ده.
د اعلامیې له مخې، پاکستاني ځواکونو د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې یې بریدونه ترسره کړي دي.
اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد دا ډول اقدامات د منلو وړ نه دي او نړیواله ټولنه باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
یادې ادارې همداراز د افغانستان له خلکو سره خپل ملاتړ څرګند کړی او د پاکستان پر امنیتي او پوځي تګلارو یې نیوکه کړې ده.
