کورافغانستانبلوڅ بېلتون‌ پالې ادارې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان وروستي هوايي...

بلوڅ بېلتون‌ پالې ادارې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه وغندل

افغانستان نیوز۲۴: د “Republic of Balochistan” په نوم یوې بلوڅ بېلتون‌ پالې ادارې په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي او هغه یې د ملکي وګړو پر ضد بریدونه بللي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې یادې ادارې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، د ژر روغتیا هیله یې کړې ده.

د اعلامیې له مخې، پاکستاني ځواکونو د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې یې بریدونه ترسره کړي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد دا ډول اقدامات د منلو وړ نه دي او نړیواله ټولنه باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

یادې ادارې همداراز د افغانستان له خلکو سره خپل ملاتړ څرګند کړی او د پاکستان پر امنیتي او پوځي تګلارو یې نیوکه کړې ده.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې