
اسعدآباد – افغانستان نیوز۲۴: د اسلامي امارت د برېښنا مسوولانو په اسعدآباد کې ویلي، چې د کونړ پر سیند د برېښنا بندونو د جوړولو لپاره د پنځو مهمو سیمو سروې او تخنیکي چارې په بشپړ ډول پای ته رسېدلې دي.
د چارواکو په وینا، د دغو سروې ګانو له بشپړېدو وروسته به د بندونو د جوړولو عملي پړاو ته د تګ لپاره لازم شرایط او زمینه برابره شي، چې دا به د هېواد د انرژۍ د تولید او د برېښنا د ځان بساینې په برخه کې یو مهم پرمختګ وبلل شي.
د یادونې وړ ده چې د کونړ سیند د اوبو له پلوه د افغانستان له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي او د برېښنا د تولید لپاره لوړ ظرفیت لري.
د کارپوهانو په باور، د دغو بندونو جوړېدل به د هېواد د انرژۍ اړتیاوو په پوره کولو او د وارداتي برېښنا پر کچې د تکیې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
بلخوا، د کونړ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د برېښنا بندونو جوړېدل به نه یوازې د برېښنا تولید زیات کړي، بلکې د سېلابونو خطر به هم راکم کړي او د خلکو کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات به خوندي وساتي.
د سیمې اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي چې د سروې له بشپړېدو وروسته د بندونو د جوړولو عملي چارې ژر تر ژره پیل کړي، څو هېواد د انرژۍ د تولید او اقتصادي ودې په برخه کې لا زیات پرمختګ وکړي.
