
افغانستان نيوز۲۴: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د افغانستان د انټرنېټ د داخلي تبادلې مرکز (NIXA) پروژه بشپړه او له عملي کېدو وروسته ترې استفاده پیل شوې ده.
د وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ زیربناوو عمومي ریاست له لوري پلې شوې دغه پروژه د هېواد دننه د انټرنېټي ټرافیک د تبادلې، مدیریت او خوندي ساتنې په موخه رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وینا، د NIXA په فعالېدو سره د داخلي انټرنېټي ټرافیک د مدیریت لپاره مهمه زیربنا رامنځته شوې، چې د انټرنېټي اړیکو د کیفیت او سرعت د ښه کېدو، د معلوماتو د امنیت د پیاوړتیا او پر بهرنیو مسیرونو د اتکا د کمولو لپاره زمینه برابروي.
د معلوماتو له مخې، د دې پروژې د تطبیق لپاره د نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت تجهیزات، سیستمونه او تخنیکي خدمتونه برابر شوي او یو شمېر اړین تجهیزات پکې نصب شوي دي.
فایروالونه، سرورونه، بیکاپ سیستم، مجازيسازي، د انټرنېټي ټرافیک د تحلیل او لاګ مدیریت سیستمونه، د NIXA له مهمو برخو څخه دي.
د یاد مرکز په رامنځته کېدو سره د ویبسایټونو، برېښنالیک، Shared Hosting او نورو ډیجیټلي خدمتونو د کورني کوربهتوب لپاره هم ظرفیت برابر شوی دی، چې د دولتي ادارو، تعلیمي بنسټونو او خصوصي سکټور د اړتیاوو په پوره کولو کې ترې ګټه اخیستل کېدای شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د NIXA پروژه د افغانستان د انټرنېټي زیربناوو د پیاوړتیا، د داخلي ټرافیک د مدیریت، د ډیجیټلي خدمتونو د پراختیا او د ډیجیټلي حاکمیت د پیاوړتیا په برخه کې مهمه زیربنايي پروژه ده.
