کورافغانستانخلیلزاد: د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنۍ تګلاره د بدلون اړتیا...

خلیلزاد: د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنۍ تګلاره د بدلون اړتیا لري

افغانستان نيوز۲۴: د امریکا د بهرنیو چارو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د وروستیو پوځي اقداماتو په غبرګون کې ویلي، اسلام‌اباد باید د افغانستان او خپلو کورنیو بحرانونو په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

خلیلزاد د سې‌شنبې په ورځ پر «ایکس» ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې ویلي چې پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان برید کړی او ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

هغه د دغو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا اقدامات په داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستان له کورنیو بحرانونو سره هم مخ دی.

نوموړي ویلي، د پاکستان اوسنۍ تګلاره نه یوازې د دغه هېواد د داخلي ستونزو د حل لپاره اغېزمنه نه ده، بلکې له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې هم مطلوبه پایله نه لري.

خلیلزاد ټینګار کړی چې د ورته تګلارې دوام د ستونزو د حل لاره نه شي کېدای او اسلام‌اباد باید د خپلو مهمو کورنیو بحرانونو او له افغانستان سره د اړیکو په اړه په خپله ستراتیژۍ کې بدلون راولي.

هغه همداراز ویلي چې د پاکستان د اوسني مشرتابه له لوري د تګلارې د بدلون په اړه ډاډمن نه دی او اټکل یې کړی چې د اوسني وضعیت دوام به د دواړو هېوادونو لپاره د لا زیاتو ستونزو لامل شي.

د خلیلزاد څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې مطرح شوې چې پاکستان وویل، ځواکونو یې د افغانستان په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د وسله‌والو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي او د ۲۸ وسله‌والو د وژلو ادعا یې وکړه. په مقابل کې، افغان چارواکو د دغو بریدونو په اړه د ملکي تلفاتو ادعا کړې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي، یوه ښځه، یو سړی او یوه نجلۍ، وژل شوي دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې