
افغانستان نيوز۲۴: د امریکا د بهرنیو چارو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د وروستیو پوځي اقداماتو په غبرګون کې ویلي، اسلاماباد باید د افغانستان او خپلو کورنیو بحرانونو په اړه خپله تګلاره بدله کړي.
خلیلزاد د سېشنبې په ورځ پر «ایکس» ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې ویلي چې پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان برید کړی او ملکي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
هغه د دغو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا اقدامات په داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستان له کورنیو بحرانونو سره هم مخ دی.
نوموړي ویلي، د پاکستان اوسنۍ تګلاره نه یوازې د دغه هېواد د داخلي ستونزو د حل لپاره اغېزمنه نه ده، بلکې له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې هم مطلوبه پایله نه لري.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د ورته تګلارې دوام د ستونزو د حل لاره نه شي کېدای او اسلاماباد باید د خپلو مهمو کورنیو بحرانونو او له افغانستان سره د اړیکو په اړه په خپله ستراتیژۍ کې بدلون راولي.
هغه همداراز ویلي چې د پاکستان د اوسني مشرتابه له لوري د تګلارې د بدلون په اړه ډاډمن نه دی او اټکل یې کړی چې د اوسني وضعیت دوام به د دواړو هېوادونو لپاره د لا زیاتو ستونزو لامل شي.
د خلیلزاد څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې مطرح شوې چې پاکستان وویل، ځواکونو یې د افغانستان په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د وسلهوالو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي او د ۲۸ وسلهوالو د وژلو ادعا یې وکړه. په مقابل کې، افغان چارواکو د دغو بریدونو په اړه د ملکي تلفاتو ادعا کړې ده.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي، یوه ښځه، یو سړی او یوه نجلۍ، وژل شوي دي.
