
افغانستان نيوز۲۴: د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) په یوه څېړنیز راپور کې ادعا کړې، چې د طالبانو د استخباراتو اړوند د «۰۱۵» رياست د افغان خبریالانو د څارنې، ګواښلو، نیولو او ځپلو په چارو کې مهم رول لري.
د دغه سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، یاد رياست د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو د څارنې په یوه مهم مرکز بدل شوی دی.
راپور زیاتوي، چې د دغه دفتر څارنیز فعالیتونه یوازې دودیزو رسنیو ته محدود نه دي، بلکې ټولنیزې شبکې او انلاین فعالیتونه هم تر څارنې لاندې نیسي.
د RSF د جنوبي اسیا برخې مسوولې، سلیا مرسیه ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د څارنې او فشار داسې جوړښت رامنځته شوی، چې خبریالان د خپلو مسلکي فعالیتونو له امله د حکومت د مخالفینو په توګه ګڼل کېږي.
نوموړې خپلسرې نیونې، ګواښونه، پوښتنې ګروېږنې او د خبریالانو شکنجه د افغانستان د رسنیو په ډګر کې د وېرې او سانسور د پراخېدو لاملونه بللي دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان په خپل راپور کې د یو شمېر خبریالانو د تجربو او اسنادو پر بنسټ د دغو ادعاوو جزئیات هم وړاندې کړي دي.
«بلخوا، د طالبانو ویاند حمدالله فطرت د یاد سازمان پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، چې د استخباراتو اړوندې ادارې د قانون په چوکاټ کې فعالیت کوي او له هېچا سره خپلسری چلند نه کېږي.»
