
افغانستان نيوز۲۴: په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو د ژوند وضعیت، اقتصادي فرصتونه، د پراختیايي پروژو پلي کېدل او دولتي ادارو ته لاسرسی د بحث وړ موضوعات دي.
خو د هېواد په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار کې، یو شمېر اوسېدونکي وایي چې له دوی سره د نورو ولایتونو په پرتله دوه ګونی چلند کېږي.
د افغانستان نیوز۲۴ په دې ځانګړي تحقیقي راپور کې د کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار له یو شمېر اوسېدونکو، پخوانیو نظامیانو، سوداګرو او سپینږیرو کسانو سره خبرې او ناستې کړې دي. د دوی څرګندونې د پراختیايي پروژو د نشتوالي، اقتصادي ستونزو، د ډیورنډ کرښې له لارې د تګ راتګ محدودیتونو، په کابینه کې د سیاسي استازولۍ، او روغتیايي خدمتونو په اړه اندېښنې څرګندوي.
د پراختیايي پروژو نشتوالی هم هغه ستونزه ده چې د سیمې اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.
په همدې تړاو، د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ یوه سپینږیري، چې دلته یې د هویت د خوندي ساتلو په موخه په مستعار نوم «حاجي ملک بابا» یادوو، وویل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په دې ولایت کې هېڅ داسې اوږدمهاله پروژه نه ده پلې شوې چې د خلکو په ګټه وي.

نوموړی په دې اړه داسې وایي:
«له هغې ورځې راهیسې چې طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړی، زموږ په ولسوالۍ کې هېڅ داسې پروژه نه ده عملي شوې چې د ولسونو په ګټه وي او اوږدمهاله پایلې ولري. ولس تر کومه او څومره صبر وکړي؟»
همدا راز د کونړ ولایت د اته پخوانیو نظامیانو سره هم خبرې اترې شوې دي. دوی هم د خپل اوسني بد اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغو محدودیتونو په اړه یې پوښتنې راپورته کړې چې د دوی په وینا، ورسره مخ دي.
دوی په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې:
«ایا زموږ اولادونه حق نه لري چې ډوډۍ وخوري او ښه کالي واغوندي؟ ایا موږ افغانان او مسلمانان نه یو؟ ولې په پرلهپسې ډول د خپلو ځانونو د سپیناوي لپاره ولسوالیو ته غوښتل کېږو؟»
همدا راز د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د قلعه بایې کلي څخه هم ١١ هغه کسانو چې د تېر دولت کارکوونکي وو، افغانستان نيوز۲۴ ته يې د خپل ژوند د ستونزو او بې روزګاری په اړه داسې ویلي دي.
له دغه ګډونوالو څخه ٨ کسانو وویل:
« د جمهوري نظام له سقوط راهیسې یې دنده له لاسه ورکړي ده او د خپل ورځني ژوند اړتیاوې په ستونزو سره د کرنیزو ځمکو څخه پوره کوي، او پاتې کسانو بيا ويلي چې دوکانداري له لار خپل لګښتونه پوره کوي.»
همدارنګه بله مهمه موضوع چې خلکو یې په اړه اندېښنه ښودلې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د تګ راتګ مسله ده.
د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ څخه پنځو تنو دوکاندارانو د ډیورنډ کرښې د محدودیتونو په اړه نیوکه کړې او دوی په دې اړه ګنې پوښتنې لري.
دوی په دې اړه زیاتوي:
«دا څنګه انصاف دی چې د قندهار، ارزګان، زابل او دایکندي خلک د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته تللی شي او په ځانګړي ډول د سپین بولدک له لارې په ۲۴ ساعتونو کې سلګونه کسان د کرښې هغې غاړې ته اوړي او هره ورځ د میلیونونو افغانیو او پاکستانۍ کلدارو سوداګري روانه ده؛ خو د هېواد د ختیځ سیمې اوسېدونکي ونه شي کولای خپل یو ناروغ هم د تورخم له لارې انتقال کړي؟»

د دوی په وینا، د تګ راتګ په برخه کې دغه توپیري چلند د یوې سیمې “ختیځې سیمې” د اوسېدونکو سره ښکاره ظلم دی.
بله مهمه ستونزه چې خلکو مطرح کړې ده هغه د طالبانو به کابینه کې د ختیځ ولسونو څخه د امربالمعروف وزیر ” محمد خالد حنیفي” پرته بل هیڅ استازی نشته.
د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ څو تنو سپینږیرو، چې د نومونو له اخیستو یې ډډه وکړه، د افغانستان نیوز۲۴ خبریال ته یې د طالبانو دغه دوه ګوني چلند او یادو ستونزو په اړه وویل:
« نه پوهېږي طالبان د ننګرهار اوسېدونکي د افغانستان وګړي ګڼي او که نه، دا څنګه امکان لري چې د ټول ننګرهار ولایت هېڅ استازی دې په کابینه کې د وزیر په توګه حضور ونه لري او د ننګرهار والي هم د دې ولایت اوسېدونکی نه وي؟»
د دوی په وینا، په حکومتي جوړښت کې د ننګرهار د استازولۍ نشتوالی د دوی د اندېښنې وړ جدي موضوع ده.
دغه راپور کې دغې موضوع ته هم کتنه شوې چې په ننګرهار کې د سپینې مورګې په سیمه کې د سوداګریزو توکو لېږد دی.

د ترلاسه شویو مالوماتو پر اساس، افغان طالبان د پاکستاني سرحدي ځواکونو په مرسته هغه سوداګریز توکي چې د افغانستان د اوسني حکومت له خوا په ښکاره ډول منع شوي شوي، په ضمانتي ډول له پېښور څخه ننګرهار او بیا د هېواد نورو سیمو ته لېږدوي.
په دې تړاو ځايي خلک داسې وایي:
«کله چې طالبان کولای شي د غیرقانوني لارو پاکستاني توکي افغانستان ته ولېږدوي، نو بیا ولې ټولو وګړو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له پاکستان سره په قانوني توګه سوداګري وکړي؟»
د راستنېدونکو کډوالو، ښاري پراختیا او روغتیايي خدمتونو ستونزو په اړه هم د جلالاباد ښار اوسېدونکي وايي، که څه هم له پاکستان څخه په پراخه کچه راستنېدونکي هېوادوال د هېواد ختیځو سیمو، په ځانګړي ډول ننګرهار ته ستانه شوي دي، خو د طالبانو له خوا د ښار د پراختیا لپاره تر اوسه کومه مشخصه تګلاره نه ده عملي شوې.
دوی همدارنګه د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د ستونزو یادونه کوي او وايي چې د جلالاباد ښار د عامې روغتیا اړوند روغتیايي مرکزونو کاري پرسونل خورا کم دی او ناروغان له روان وضعیت څخه ناراضه دي.
د یادونې وړ ده چې د کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د پراختیايي پروژو نشتوالی، د پخوانیو نظامیانو اقتصادي ستونزې، د تګ راتګ محدودیتونه، په حکومتي جوړښت کې د استازولۍ نشتوالی، د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې او د روغتیايي خدمتونو کمښت هغه موضوعات دي چې د دې سیمو اوسېدونکي یې اندښمن کړي دي.
