کورنړۍحضرت محمد ﷺ د نړۍ تر ټولو اغېزناک شخصیت

حضرت محمد ﷺ د نړۍ تر ټولو اغېزناک شخصیت

افغانستان نیوز۲۴: امریکايي لیکوال او څېړونکي مایکل اېچ هارټ حضرت محمد مصطفی ﷺ د نړۍ د تاریخ تر ټولو اغېزناک شخصیت بللی او په خپل مشهور کتاب کې یې د ۱۰۰ اغېزناکو تاریخي څېرو په نوملړ کې لومړی مقام ورکړی دی.

هارټ دغه ارزونه په خپل کتاب The 100: A Ranking of the Most Influential Persons in History کې وړاندې کړې، چې لومړی ځل په ۱۹۷۸ کال کې خپور شو.

نوموړي د حضرت محمد ﷺ په اړه لیکلي:

«هغه په تاریخ کې یوازینی شخصیت و چې په دیني او دنیوي دواړو برخو کې یې فوق‌العاده بریا ترلاسه کړې وه.»
د مایکل هارټ په وینا، د حضرت محمد ﷺ اغېز یوازې دیني لارښوونو ته محدود نه و، بلکې د هغه مبارک رسالت، مشرتابه او ټولنیزو بدلونونو د بشري تاریخ پر سیاسي، ټولنیز او تمدني بهیر هم ژور اغېز کړی دی.

د یادونې وړ ده چې مایکل هارټ په خپل کتاب کې د شخصیتونو د درجه‌بندۍ لپاره پر مذهبي او سیاسي تړاو سربېره، د تاریخ پر اوږدمهاله بهیر د هغوی اغېز د ارزونې اساسي معیار ګرځولی دی.

سرچینه: Michael H. Hart – The 100: A Ranking of the Most Influential Persons in History (1978).

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې