کورنړۍپاکستان په ۱۲ برخو وېشل کېږي؟

پاکستان په ۱۲ برخو وېشل کېږي؟

افغانستان نیوز۲۴: د پاکستان د اداري جوړښت د بدلون لپاره یوه نوې طرحه تر بحث لاندې نیول شوې، چې له مخې یې د دغه هېواد د اوسنیو څلورو ایالتونو پر ځای د ۱۲ ایالتونو د جوړولو وړاندیز شوی دی.

د پاکستانۍ ورځپاڼې «The News International» د خبریال انصار عباسي د راپور له مخې، په دې طرحه کې د پنجاب د څلورو، خیبر پښتونخوا د دریو، بلوچستان د دریو او سند د دوو ایالتونو د جوړولو وړاندیز شوی دی.

راپور زیاتوي، چې د دې طرحې له مخې ښايي د ۲۸م اساسي قانوني تعدیل تر وړاندې کېدو مخکې په ټول پاکستان کې ټولپوښتنه هم ترسره شي، څو د نویو ایالتونو د جوړولو په اړه د خلکو نظر معلوم شي.

د راپور له مخې، د دې احتمالي بدلون موخه د اداري چارو ښه تنظیم، د دولتي خدمتونو پراختیا، د پراختیایي پروژو عادلانه وېش او خلکو ته د حکومتولۍ د اسانتیاوو نږدې کول بلل شوي دي.

ویل کېږي، چې د دې طرحې د عملي کولو لپاره ښايي د ۲۰۲۷ کال په لومړۍ نیمایي کې د اساسي قانون د تعدیل موضوع مطرح شي.

خو د پاکستان د اداري نقشې د بدلون دا وړاندیز لا د غور په لومړني پړاو کې دی او د نویو ایالتونو د حدودو، اداري جوړښت او قانوني بهیر په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

که دا طرحه عملي شي، د پاکستان په سیاسي او اداري جوړښت کې به یو لوی بدلون رامنځته شي؛ خو د دې وړاندیز عملي کېدل به پراخ سیاسي توافق او د اساسي قانون د تعدیل لپاره قانوني بهیر ته اړتیا ولري.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې