
افغانستان نيوز۲۴: د ګلبدين حکمتیار زوی حبيب الرحمن حکمتيار په خپله ایکس پاڼه ليکلي، یو له مهمو دلیلونو چې امریکا د نړۍ مخکښ ځواک او چین د نړۍ دوهم لوی اقتصادي ځواک دی، په تعليم او اختراعاتو ملياردونه ډالر مصرفوي. ترڅو نارینه او ښځینه تعلیم یافته کړي او غوره تعلیمی نصاب ولري.
هغه په تونده لهجه يادونه کړې چې «تاسو خپل هېواد او چارواکي دوی سره پرتله کړئ. په افغانستان کې په تعلیم او پوهې نه داچې پیسې نه لګوي؛ برعکس، د هیواد نیمایي نفوس یې په زوره په کور کښینولي. کله مکتب او زده کړه مستحب کړي، کله مکروه، واجب او فرعي او بی ارزښته علم ورته وایی!!!! که څه هم موږ په نړۍ کې تر ټولو بې وزله، اړمن او تر ټولو بې سواده هیواد یو. خو په ویاړ او حماقت سره یې ښوونځي تړلي دي.
هغه په پای کې يادونه کړې چې زمونږ او د نړۍ د پرمختللو هیوادونو فرق همدا دی چې هغوي په تعليم باندې ملياردونه ډالر مصرفوي او زمونږ چارواکي يې مستحب او بې ارزښته ګڼي
