
افغانستان نيوز۲۴: د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال د لومړیو دوو میاشتو په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۵ زره او ۷۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده موده کې د ۱۱۹ ښځینهوو په ګډون ۲ زره او ۶۵۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۶۷ ښځینهوو په ګډون، ۲ زره او ۳۹۳ نور له هېواده وتلي دي.
له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۲ زره او ۶۱۸ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۰ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۳۵۲ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.
د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (۱۸۲۰) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۵۷۷ تنه د هرات له بندرونو او پاتې نور د بلخ او کندهار هوايي ډګرونو، د تورخم، سپین بولدک او د فاریاب آقینې بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.