کورلوبېد افغانستان شل اوریز غوره لیګ(APLT20)  د پيل او ترسراوي قرارداد لاسلیک...

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ(APLT20)  د پيل او ترسراوي قرارداد لاسلیک شو

افغانستان نيوز۲۴: د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د روان کال د جولای د میاشتې په ۳۰ نیټه په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ له پانګوال ملګري یا همکار سره د یاد لیګ سالیو د راتلونکو لسو (۱۰) پړاونو د ترسراوي قرارداد لاسلیک کړ.

یاد قرارداد په متحده عربي اماراتو کې د ITW UNIVERSE په نوم له یوې کمپنۍ سره لاسلیک شو چې مرکزي دفتر یې په هند او د نړۍ په ۷ هیوادونو کې څانګې لري چې د پانګوونې، پروډکشن، برانډېنګ، مالي ملاتړ او د بازارموندنې په ډګرونو کې فعالیتونه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ په استازیتوب دغه قرارداد د ادارې عمومي رئیس میرویس اشرف او د ادارې اجرایوې مشر ښ
نصیب خان لاسلیک او د ITW له لوري بیا د افریقا او منځني ختیځ هېوادونو لپاره د یاد شرکت مشر وېوېک چندرا پر یاد قرارداد لاسلیک وکړ.
باید وویل شي چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (APLT20) د دویم پړاو سیالیو د ترسره کېدو د نیټې، ځای او نورو اړوندو پرېکړو په پار به له یاد شرکت سره په ګډه د رهبري شورا رامنځته کېږي او د لیګ په تړاو به اړینې پریکړې کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس میرویس اشرف د افغانستان شل اوریز غوره لیګ بیا پیلول د ادارې یوه لاسته راوړنه وبلله او په وینا یې: ((د افغانستان شل اوریز غوره لیګ بیا پیلول هغه زیری دی چې د افغان کرکټ مینه وال او ټول افغانان ورته منتظره و، چې له نېکه مرغه نن دغه انتظار پای ته ورسېده او د راتلونکو پړاونو د ترسراوي په موخه مو له یوې معتبرې او پېژندل شوې کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک کړ چې په نږدې راتلونکي کې به یې د لوبو د ترسراوي نېټې او ځای هم په ډاګه شي.))
همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس نصیب خان هم وویل: ((افغانستان شل اوریز غوره لیګ زموږ د چارو او پلانونو لومړیتوب و، له ډېرې مودې راهیسې مو له بېلابېلو کمپنیو او پانګوالو سره خبرې وکړې، پلانونه مو ورته جوړ کړل، ناستې ترسره شوې او بالاخره له یوې معتبرې کمپنۍ سره پایلې ته ورسېدو؛ ځکه موږ نه غواړو چې یوازې په یو نوم سره لیګ ترسره کړو، بلکې اراده مو دا ده چې زموږ لیګ د کیفیت، عالي سیالیو او شهرت یوه غوره بېلګه وي او لوبغاړي مو ترې مؤثره او غوره ګټه واخلي.))
سربېره پر دې د ITW شرکت د سیمې مشر وېوېک چندرا وویل: ((موږ ډېر خوشحاله یو چې له افغانستان کرکټ بورډ سره د افغانستان شل اوریز غوره لیګ په ډګر کې د یوه پانګوال همکار او ملګري رول لوبوو او دې چارې ته موږ ډېر خوشحاله یو، ځکه افغان کرکټ ډېر ستر نوم دی او په ډېره کمه موده کې یې ډېر مزل کړی دی او ډېر پیاوړي لوبغاړي او اتلان لري.))
د یادونې وړ ده چې د یاد لیګ د پرانستې ستره غونډه به د را روانې اګست میاشت کې ترسره شي چې د ښکلیلو خواوو ( د ادارو استازي، د بورډونو غړي او نور اړوند شریکان) ترڅنګ به د نړۍ د کرکټ چارسنبالو ادارو او بورډونو استازي، لوبغاړي او موثرې څیرې، رسنۍ، پانګوال او نور اړوند اشخاص به پکې ګډون ولري. د یادې غونډې په ترڅ کې به د دویم پړاو سیالیو ځای او نیټې د کره کیدو ترڅنګ د لیګ په تړاو د رهبري شورا د کړنو په اړه مالومات وړاندې کړل شي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې