
افغانستان نيوز۲۴: د ایران اسلامي جمهوریت له لوري د وروستیو ورځو په ترڅ کې د زرګونو افغان کډوالو په زور ایستل، اندېښنې راپارولې دي.
راپورونه ښيي چې دغه بهیر ناڅاپي او د افغانستان له چارواکو سره له کومې همغږۍ پرته ترسره شوی، چې له امله یې پراخې نیوکې راپورته شوې دي.
که څه هم هر هېواد دا حق لري چې د مهاجرینو په اړه پرېکړه وکړي، خو شنونکي ټینګار کوي چې د کډوالو شړل باید تدریجي، منظم او له هېواد سره د همغږۍ له لارې ترسره شي، څو د بشري بحران مخنیوی وشي.
په داسې حال کې چې ځینې سرچینې ادعا کوي چې ممکن ځینې افغان پناهغوښتونکي له اسرایلي استخباراتي ادارې (موساد) سره اړیکې ولري، خو شنونکي دا تورونه بېبنسبته او له مستندو شواهدو خالي بولي.
د دوی په باور، که دا ډول تورونه سم هم وي، باید یواځې پر هغو افرادو قانوني اقدامات وشي، نه دا چې ټولې افغانې کډوالو ته سزا ورکړل شي.
کارپوهان وایي چې د ایران اسلامي جمهوریت، د یوه ګاونډي هېواد په توګه، مسولیت لري چې د مهاجرینو د بېرته راستنولو بهیر داسې تنظیم کړي چې متقابل درناوی، بشري اصول او د ګاونډيتوب ارزښتونه پکې مراعت شي.
د بېرته راستنولو لپاره د امن فضا برابرول او د مهاجرینو د ژوند او معیشت ملاتړ کول، کولای شي د دواړو ملتونو ترمنځ د تاریخي اړیکو نښه او د ښې ارادې څرګندونه وي.
