کورلوبېپه خوست کې د اسیا په کچه ورزشي کمپلېکس جوړېدو چارې پیل...

په خوست کې د اسیا په کچه ورزشي کمپلېکس جوړېدو چارې پیل شوې

افغانستان نيوز۲۴: په خوست ولایت کې د اسیا په کچه د یو ستر ورزشي کمپلېکس جوړول رسمي پیل شول.

دغه کمپلېکس به د فوټبال، والیبال، ټینس میدانونه، اداري ودانۍ، جیم، اشپزخانه او ښوونځی ولري.

د نجيب تلاش خیریه بنسټ به دا پروژه په څوارلسو میاشتو کې د څلورو میلیونو ډالرو په لګښت جوړ کړي.

د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت وویل، اسلامي امارت په تېرو څلور کلونو کې په ولایت کې سترې اقتصادي او ورزشي پروژې پلې کړې دي او امنیت ټینګ دی.

د فوټبال فدراسیون رئیس یوسف کارګر وویل، نوی کمپلېکس به د نړیوالو معیارونو سره سم وي او د اسیا په کچه به د نړیوالو سیالیو کوربه وي.

د بدني روزنې او المپیک رئیس احمدالله واثق وویل، شاوخوا ۱۳ لکه ځوانان په هېواد کې ورزش کوي او له نړیوالو ادارو یې د ورزش د پراختیا لپاره ملاتړ وغوښت.

خوست د ورزش کور ګڼل کېږي او اوس مهال په ولایت کې ۵۰ زره رسمي لوبغاړي او ۶۰ ورزشکاران په ملي ټیمونو کې شامل دي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې