کورافغانستانخوست کې د نږدې ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت د سړک...

خوست کې د نږدې ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت د سړک جوړونې پروژه پيل شوه

افغانستان نيوز ۲۴: د خوست ښاروالي مسوولين وايي چې د دغې ښاروالي له پراختيايي بوديجې څخه د شپږمې ناحيې لومړي ګذر بي پروژې څخه تر اداري کمپلیکس پورې د ۱۱۴۰ متره سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.

خوست ښاروالي نن « سه‌شنبه، چنګاښ ۲۴مه » يوې خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دغې پروژه کې د دوو پلچکونو، دواړو خواوو ته د ۱۵۴۰ متره لښتي او يو ګلدان جوړول هم شامل دي.

د ياد ولايت ښاروال مفتي شهزاد نور راشد په خپلو خبرو کې وویل چې دغه سړک به شيخ زاهد پوهنتون، کرېکټ لوبغالی، ادارې کمپلیکس او ملکي روغتون سره وتړي چې ورسره به ښاريانو ته به د تګ راتګ برخه کې اسانتياوې برابرې شي.

نوموړي زياته کړه چې خوست ښاروالي په پلان کې روان کال تر ۳۰ پروژې دي چې نږدي شل يې لويې پروژې دي.

د خوست ښاروالۍ تخنيکي او سکتوري چارو امر انجنير جاويد جمشيد هم وويل چې د دغه پروژه په شپږو مياشتو کې د برايټ بيلډرز ساختماني شرکت له‌لوري په منظم ډول پلې کېږي.

نوموړي ښاريانو ته راتلونکي کې پر دغه مسير د ګروپونو د لږولو پروژې د تطبيق ډاډ هم ورکړ.د خوست ښاريانو د سړک جوړونې د يادې پروژې له پيل څخه خوښي وښوده او زياته يې کړه چې عوايد يې د ښاروالۍ له لوري په ښه توګه مصرفېږي.

اړونده مقالې

یو ځواب پریږدئ

Please enter your comment!
Please enter your name here

ډیر مشهور

وروستي تبصرې